په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمومنین د خواخوږۍ پيغام

ساخت وبلاگ

آخرین مطالب

امکانات وب

په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمومنین د خواخوږۍ پيغام

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې سلګونه کورونه نړیدلي او په تأسف سره چې تر۳۰۰ تنه هیوادوال شهیدان او له ۵۰۰ زیات ټپيان شوي.

دا احتمال هم شته چې د مرګ ژوبلې کچه لا لوړه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د دغې لوی پيښې له امله د ټولو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشینی څرګندوي، غمځپلو کورنیو او متعلقینوته يې له الله تعالی څخه د زغم او صبرهیله کوي، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانوته عاجله شفا غواړي.

د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانوته لارښونه کیږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هرڅه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او د بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.

ورسره له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس وکړي او له غم ځپلو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي.

له الله تعالی څخه غواړو چې نور زموږ بیچاره ولس له امتحانونو او مصیبتونو څخه وساتي. آمین یا رب العلمین

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

۲۲/۱۱/۱۴۴۳هـ ق ۱/۴/۱۴۰۱هـ ش ــ ۲۰۲۲/۶/۲۲م

+ نوشته شده در شنبه ۱۴۰۱/۰۴/۰۴ ساعت 12:42 توسط روشنگر  | 

روشنگران...
ما را در سایت روشنگران دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : rawshangarana بازدید : 160 تاريخ : يکشنبه 5 تير 1401 ساعت: 13:55